دخپریدو نیټه : 2016-07-11 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
کینتوز: ګاونډي هېوادونه موخو ته د رسېدو لپاره هلمند کې ګډوډي جوړوي
احمد فیصل
د هلمند امنيه قوماندان وايي ګاونډي هېوادونه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په دې ولايت کې ناامني جوړوي او خلک د نشه يي توکو کر او قاچاق ته هڅوي. مل پاسوال اقانور کينتوز ویلي، له ډيرو کلونو راهيسې ګاونډي هېوادونه خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر په هلمند کې د قانون ماتونې لپاره پلمې جوړوي، دولتي بنسټونه ورانوي او خلک د نشه يي توکو کر او قاچاق ته هڅوي. هغه په دې برخه کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو زياته کړې یې ده، چې د امنيت د ټينګښت لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې دي. هغه دا هم ویلي، چې د امنيت د ټينګښت په موخه به د مکافاتو او مجازاتو لړۍ پيل کړي. هلمند د افغانستان تر ټولو ناامنه ولايت دى چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره دي.