مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چین: د نړيوالې محکمې پرېکړه په رسمیت نه پېژنو

احمد فیصل
چین وايي، د جنوبي سمندر په تړاو د نړیوالې محکمې يا ICJ پریکړه په رسمیت نه پېژني. نړیوالې محکمې تېره ورځ د فلیپین د شکایت پر اساس، د چین د جنوبي سمندر د ټاپوګانو د ټول ملکیت او زیرمو په تړاو د بیجینګ ادعا بې اساسه وګڼله. د چین دفاع وزارت وايي، چې دغه پرېکړه ورته هیڅکله د منلو نه ده او چیني ځواکونه د خپل ملي حاکمیت او سمندري ګټو په برخه کې له هر راز ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دي. د چین ولسمشر شي جین پینګ او د بهرنیو چارو وزیر دغه ګام یو سیاسي طنزیه تمثیل بللی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند لاکنګ په دې اړه وایي: ((باید ووایم چې دغه تش په نوم محکمه د فلیپینیانو په غیر قانوني عمل او ادعا پیل شوې وه. په دې اساس موجودیت یې غیر مشروع دی. ټولې پریکړې یې بې اعتباره او بیهوده دي. فلیپین یو اړخیزې محکمې ته عارض شوی او د محکمې د قضايي صلاحیت نشتوالی له لومړي سره معلوم و))
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery