مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-13   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کانګرس: پاکستان د امریکا دوست نه دی او باید بندیزونه پرې ولګول شي

احمد فیصل
د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمیټې په پرونۍ استماعیه غونډه کې له ترهګرۍ د ملاتړ په باب پر پاکستان سختې نیوکې وشوې. د دغې غونډې مشر سالمون د غونډې په پېل کې وویل چې امریکا د سپتمبر له یولسمې وروسته پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په موخه په ملیاردونو ډالره ورکړي، خو هغه هېواد تر ننه د ترهګرو ملاتړ پرې کوي. سالمون زیاته کړې، پاکستان ادعا کوي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې ریښتینی دی، خو تېر ۱۵ کلن تاریخ بیا دغه ادعا برعکس ثابتوي. د کانګرس دغه غړي دا هم ویلي، چې پاکستان په ښکاره له هغو ډلو ملاتړ کوي، چې په هند او افغانستان کې جنګیږي او دغه هېوادونه ورانوي. دغه راز د کانګرس یو بل غړي شرمن د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال مشرف څرګندونو ته په اشارې چې ویلي وو، هېواد یې په هند او افغانستان کې له جنګېدونکو ډلو ملاتړ کوي وايي، پاکستان د امریکا دوست نه دی او باید له بندیزونو سره مخ شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery