مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-13   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

ګلاب منګل له پاول بریر سره د امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

سید جلالزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیرمحمد ګلاب منګل، نن چهارشنبه د ۱۳۹۵ لمریز کال د چنګاښ په ۲۳ نېټه د خپل کار په دفتر کې د ایساف ځواکونو له ملکي مرستیال تورنجنرال پاول بریر سره وکتل. د ایساف ځواکونو مرستیال پاول بریر زیاته کړه، د امنیت د ټینګښت په موخه له هغو ادارو سره ګوري، چې له ولسونو سره نږدې اړیکې لري. ده وویل غواړي، له هغو ادارو مرسته غواړي، چې له ولسونو سره نږدې اړېکې لري. بریر زیاته کړه، له حکومته د ملاتړ په موخه مشورې کوي او هڅه یې دا ده، چې د امنیتي ځواکونو او ملکي ادارو ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي. ده وویل، چې په دې برخه کې د سرحدونواو قبایلو چارو وزارت له بېلابېلو قومونو سره د نږدې اړېکې لري او په ښه توګه کولی شي د امنیتي سکتور او ولس تر منځ همغږي او همکاري پیاوړې کړي. د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وویل، په امنیتي چارو کې همغږي مهمه ده او د ده په خبره له امنیتي ځواکونو څخه د ولس ملاتړ د بریا یواځینۍ لاره ده. نوموړي زیاته کړه، وزارت یې د یوې ولسي مرجع په حیث هڅه کوي، چې د امنیت په ټینګښت کې د ولسونو همکاري را جلب کړي، چې له دې کبله یې په ګڼو ولایتونو کې له قومي مشرانو او مخورو سره په اړیکې نیولې، جرګې یې کړي او د امنیتي ځواکونو او ملکې ادارې تر منځ به همغږې لا پیاوړې کړي. ښاغلي منګل د ایساف له ملکي مرستیال سره پر دې سربېره هم پرګڼو هغو موضوعاتو چې د امنیت په راوستلو کې مهم دي خبرې وکړې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery