دخپریدو نیټه : 2016-07-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
غني: حکومت پارلماني او د ولسوالېو شوراګانو ټاکنو ته ژمن دی
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني وایي، حکومت ټاکنیزو اصلاحاتو له راتلو سره، په آزاده او عادلانه توګه پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ژمن دی. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي ښاغلي تادامیچي یاماموتو سره په کتنه کې وویل، حکومت د ټاکنیزو اصلاحات د قانون په برخه کې د پارلماني ګډې کمیټې تصمیم ته په تمه دی او ټینګار یې وکړ، چې په نظرونو کې تنوع او د ټولو را ګډول یوه اړتیا ده، چې د ملي شورا غړي په دغه قانون تفصیلي بحث او مباحثه وکړي. هغه ټینګار کړی، مخکې له دې چې د ملي شورا د اوړي رخصتۍ پېل شي، ګډه کمیټه باید د ټاکنیزو اصلاحاتو قانون تصویب کړي.