دخپریدو نیټه : 2016-07-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
افغانستان به د جولای په ۲۹ په رسمي توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي
احمد فیصل
افغانستان به د جولای په ۲۹ په رسمي توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي. د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړو په یاد سازمان په لسمه غونډه کې د افغانستان پر سر بحث وکړ چې وروسته یې تړون د افغانستان د استازي او د یاد سازمان د غړو لخوا لاسلیک شو. د افغانستان پارلمان یاد تړون تایید کړی دی او ټاکل شوې چې د رواني میلادي میاشتې تر پایه به افغانستان د یاد سازمان رسمي غړی شي. په دې سره به افغانستان د یاد سازمان ۱۶۴ غړی هېواد وي.