دخپریدو نیټه : 2016-07-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ترکیې پارلمان د وړمې شپې د کودتا هڅه غندلې ده او ملي خیانت یې بللی دی
احمد فیصل
د ترکیې د پارلمان غړو او ټولو ګوندونو په ترکیه کې دې وړمې شپې د کودتا هڅه غندلې ده. تېره ورځ د ترکیې پارلمان فوق العاده غونډه و نېوده او په پارلمان کې غړو څلورو واړو ګوندونو د کودتا هڅه وغندله او هغه یې د ملي ګټو خلاف عمل وباله. د ترکیې د پارلمان له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې کودتا عاملین دې ونېول شي. وړمه شپه په ترکیه کې د کودتا هڅه وشوه چې په پایله کې یې ۲۵۶ کسه مړه، تر ۱۵۰۰ ډېر ټپيان او د وروستیو راپورونه له مخې ۳۰۰۰ نظامیان نېولی شوي دي. بلخوا رجب طیب اردوغان له امریکا غوښتي چې د دوی مخالف فتح الله کولن دې انکرې ته ولېږي. اردوغان ویلي ښايي د دې تر شا د هغو ډلو لاس وي چې له فتح الله ګولن سره اړیکې لري. بلخوا راپورنه وايي چې ترکیې ته الوتنې له سره پیل شوې دي او په هوايي ډګرونو کې حالت عادي دی.