دخپریدو نیټه : 2016-07-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نیکولسن: د افغان ځواکونو ملاتړ کولی شي ترهګر له ماتې سره مخ کړي
احمد فیصل
د افغان ځواکونو ملاتړ کولی شي وسله وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې له ماتې سره مخ کړي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن وايي افغان ځواکونه د وسله والو ډلو پر وړاندې د مقاومت وړتیا لري او په ډیری سیمو کې یې تعرضي حالت خپل کړی دی. د هغه په وینا د افغان ځواکونو ملاتړ او لا روزنه کولی شي ترهګر له ماتې سره مخ کړي. نیکولسن چې یوه خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل افغان ځواکونه پر ځان ویسا دي او په ډيرو پېښو کې یې خپله وړتیا ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې ده چې د کندوز ژغورل، له داعش سره جګړه او په هلمند کې له وسله والو سره جګړه د افغان ځواکونو وړتیاوې وښودلې. نیکولسن زیاته کړې چې له افغان ځواکونو به د دوی ملاتړ دوام لري او کوښښ به کوي چې په دې برخه کې نورې هڅې هم وکړي. هغه د ناټو وروستیو ژمنو ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت او افغان ځواکونه نړیوال ملاتړ لري نو په افغانستان کې د ترهګرو بریا ناشونې ده.