دخپریدو نیټه : 2016-07-17 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ظاهر قدیر: د داعش ټول جنګیالي به تر خاورو لاندې کړو
احمد فیصل
د ولسي جرګی لومړي مرستیال داعش ډلې ته خبرداری ورکړی چې همدلته به یې ټول جنګیالي تر خاورو لاندې کړي.
ظاهر قدیر چې پرون یې په ننګرهار ولایت کې یوې قومي غونډې ته خبرې کړې ویلي چې د داعش ډلې پر ضد به مبارزه جاري ساتې او دا مهال یې د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې قومي شوراګاني جوړې کړې دي.
قدیر د ننګرهار له قومي مشرانو ځوانانو او دیني علماوو غوښتنه کړې چې د داعش پر خلاف راپورته شي.
د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش ډلې پر وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو له ځمکني او هوایي عملیاتو سره سره د دغه ولایت ځینې سیمې اوس د داعش جنګیالیو د حضور شاهدې دي.
خو د دې تر څنګ د دې ډلې پر وړاندې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په مشرۍ د داعش خلاف د ولسي خلکو وسله واله مبارزه هم دوام لري.
د یک شنبې په ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر یو ځل بیا له خلکو غوښتنه کړې چې د داعش پر وړاندې سره یو شي.
ظاهر قدیر ویلي، په افغانستان کې داعش ډلې جنګیالیو او مشرانو ته خبرداری ورکوي چې همدلته به یې تر خاورو لاندې کړي.
قدیر له قومي مشرانو، دیني علماوو او ځوانانو غوښتنه وکړه چې د داعش په خلاف راپورته شي او له ننګرهاره په ګډه دفاع وکړي.
بل پلو قومي مشرانو د امنیت په تینګښت کې د قومونو یو ځای کېدل او له حکومت سره یو ځای د وسله والو په خلاف لاس یو کول اړین بولي .
دا په داسې حال حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ ولسمشرغني ننګرهار ته د سفر پر مهال افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د داعش ډلې پر وړاندې له ټولو امکاناتو استفاده وکړي او دغه ډله له نابودۍ سره مخ کړي.