مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کلیمزی: په میدان وردګو ولایت کې تر نیمايي ډير محلي پولیس خیالي دي

احمد فیصل
د مشرانو جرګې غړي وايي په میدان وردګو ولایت کې امنیت تر پخوا خراب شوی دی او د محلي پولیسو په تشکیلاتو کې خیالي پولیس شته دي. د ولسي جرګې غړو د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي د یاد ولایت د امنیتي حالت د خرابوالي لپاره استجواب کړي و چې د جرګې د غړو قناعت یې تر لاسه نه کړ. د مشرانو جرګې د غړو په باور د امنیتي ارګانونو په تېره د محلي پولیسو په لیکو کې خیالي سرتېري موجود دي. د ولسي جرګې مرستیا حسیب الله کلیمزي وویل چې په یاد ولایت کې نیمايي محلي پولیس خیالي دي چې نومونه یې شته خو دوی نشته دي. هغه د میدان وردګو ولایت امنیه قومندان ته شل ورځې وخت ورکړ څو په یاد ولایت کې د محلي پولیسو د شمېر او موجودیت په اړه خپل معلومات له دوی سره شریک کړي. د وردګو له ولایت تر ډیره د نا امنی راپورونه راځي، چې امنتي چارواکو یې د مشرانو جرګې قناعت حاصل نه کړای شوای او ټاکل شوې چې د اکاډمۍ پر محصلانو د برید په اړه او همدارنګه د یاد ولایت د امنیت د څرنګوالي په اړه د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت مشران یادې جرګې ته ور وبلل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery