دخپریدو نیټه : 2016-07-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا د امنیتي تړون خلاف په افغانستان کې د توغندیو ضد دفاعي سیستم لګوي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
سرچینې وايي چې امریکا په افغانستان کې د توغندیو ضد دفاعي سیستم لګوي خو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون له مخې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه کولی شي چې یوازې نهه پوځي اډې او نور اړین تاسیسات ولري.
دغه سیستم چې د امنیتي تړون خلاف دی، د پروان ولایت په کوه ساپي سیمه کې نصبېږي.
یوې معتبرې سرچینې کابل نیوز ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې متحده ایالتونو د پروان په کوه ساپي کې د دغه مرکز د جوړولو لپاره ځای په نښه کړی او د ماینونو د پاکولو لپاره یې له یوه افغان خصوصي شرکت سره د پنځوس ميلیونه ډالرو په ارزښت تړون هم کړی دی.
ویل کېږي چې امریکايي ځواکونه په کوه ساپي کې دغه سیستم د څار او امنیت په موخه لګوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دغه سیستم د جوړولو په تړاو معلومات نه لري، خو وایي دا موضوع به وڅېړي.
ظاهراً ښایي د دغه توغندويي ضد سیستم د نصبولو هدف پر بګرام هوايي ډګر او کابل د توغندويي بریدونو مخنیوی وي، خو شنونکي د دغسې سیستم جوړول په سیمه کې د نورو هېوادونو څار ګڼي.
د شنونکو په باور، امریکا غواړي چې افغانستان په اوږدمهاله نړیواله جګړه کې ښکېل او له دې ځایه خپل سیمه ییز اهداف تعقیب کړي.
د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون پر اساس متحده ایالات په افغانستان کې نهه پوځي اډې کارولای شي، خو د دغه نوي جوړېدونکي مرکز په تړاو چې متحده ایالاتو او افغان حکومت نه دی تصدیق کړی، په امنیتي تړون کې یادونه نه ده شوې.
امریکا تر اوسه د امنیتي او دفاعي تړون ډېرې مادې نقض کړې دي.
امریکا د تړون خلاف سږ کال یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ستنه شوه او پر دې سربېره سپینې ماڼۍ افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د لېږلو پرېکړه هم وکړه.
د شنونکو په باور دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د امریکا پالیسي څرګندوي.
د یادونې ده، امريکا له دې مخکې د ختیځې اروپا په رومانیا هېواد کې هم دغه ډول یو سیستم لګولی چې د ډېرو په باور د روسیې د څار لپاره دی.
امریکا او د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل په وروستۍ غونډه کې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د افغان ځواکونو د تمویل ژمنه هم وکړه چې د زیاترو افغانانو اندېښنه یې راپاروله.
د عامو افغانانو په باور امریکا او ناټو په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسې د تشویق پر ځای د جګړې پر دوام ډېر تاکید کوي.
د پروان په کوه ساپي سیمه کې هم د دفاعي ډال نصبول ښيي چې امریکا خپل رقابتونه او دښمنۍ په افغانستان کې پالي.