دخپریدو نیټه : 2016-07-31 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د جنرال دوستم ملېشې عام خلک وژني او پر جنګي جنایتونو تورنې دي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وايي چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم اړوند ځواکونه د سيمې خلک ګواښي او وېروي یې.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دوستم ملېشې د عامو خلکو ژوند ته لوی ګواښ دی.
دغه سازمان یاده اندېښنه په داسې حال کې ښودلې چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ دولتي ځواکونه او پاڅوانوال په شمالي ولايتونو فارياب، جوزجان او سرپل کې عمليات پیل کړي دي.
د څار سازمان له افغان حکومته غوښتي، هغه شخصي ملېشې تر عدلي تعقيب لاندې ونيسي چې تېره مياشت يې په فارياب ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په وژلو او ځورولو کې لاس درلود.
تېره مياشت د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکو شکايت کړى و چې د دوستم اړوند ځواکونو شاوخوا ٩ ملکي وګړي وژلي او لسګونه يې له ځان سره بیولي دي.
دوی زياته کړې وه، سيمه ييز پوليس د خېزش مردمي په ملاتړ کليو ته راننوتل، کور په کور يې تلاشي وکړه، ۹ عام وګړي يې ووژل او زيات شمېر توکي يې له ځان سره يووړل.
د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان وايي چې دوى تر يادې پېښې وروسته سيمې ته ورغلل او له زيانمن شوو کورنيو سره يې مرکې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر د لومړي مرستيال دوستم په مشرۍ د جنبش ډلې ملېشې په جنګي جرمونو تورنې دي، ولسمشر اشرف غني د وروستيو پېښو د څېړلو امر کړى او د ملکي وګړو د وژلو په تور يو شمېر ملېشې نيول شوې هم دي.
د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان يوه چارواکي پټريکا ګوسمان ويلي چې جنرال دوستم او ځواکونو يې هېڅکله ځان مسوول نه دی ګڼلی او د افغانستان په شمال کې يې امنيت کمزورى کړى دى.
سرچينې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما د معلوماتو پر اساس ويلي چې تېره مياشت د دوستم وسله والو په فارياب ولايت کې ١٣ ملکي وګړي وژلي او ٣٢ نور يې ټپيان کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، کله چې طالبان له کليو څخه ووتل، نو د دوستم ملېشې يادو کليو ته ورغلل او ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبه واړوله.
د څار سازمان ويلي چې په روانه مياشت کې يې د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ د ځپل شوو کليو له اوسېدونکو سره مرکې کړې دي.
د حشمت په نوم يو ٣٥ کلن اوسېدونکي ويلي: ((د سهار په اتو بجو زه په کور کې وم چې ناڅاپه د دوستم ملېشو اړوند لسګونه پوځي موټر کلي ته راغلل، خو له دوى سره ملي اردو ځواکونه نه وو، ټوپکې ورسره وې او خلکو ته يې ويل چې تاسو طالبان ياست.))
د ثريا په نوم يوې ٥٠ کلنې ښځې د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ته ويلي چې د دوستم د ملېشو له خوا د ټوپک په کنداغونو ووهل شو او کنځلې يې هم ورته کولې.
دغه سازمان ويلي چې په دولت اباد ولسوالۍ کې د دوستم ملېشو د ظلمونو او قتلونو په اړه اسناد له ځان سره لري.
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان يوه چارواکي پټريکا ګوسمان غوښتنه کړې چې د جنبش پر وسله والو بنديز ولګول شي.
هغه له ولسمشر غني هم غوښتي چې د غير مسوولو وسله والو او شخصي ملېشو د بې وسلې کولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.