مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا په افغانستان کې د دفاعي سیستم په لګولو سره نیابتي جګړې ته لار هواروي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د سیاسي چارو شنونکي وايي، چې په افغانستان کې د امریکا له حضور سره مخالف هېوادونه به د دفاعي سیستم د شنډولو لپاره پر ځینو اقداماتو لاس پورې کړي، چې دا کار به د افغانستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښ کړي. شنونکي وايي، په افغانستان کې د امریکا له لوري د دفاعي سیستم نصبول په رومانیا کې د دې هېواد اقداماتو ته ورته ده، چې د روسیې په شمول ګڼو هېوادونو یې پر وړاندې مخالفت وښود. امریکايي ځواکونو ته په پوځي برخه کې د نوو صلاحیتونو تر ورکولو وروسته اوس لیدل کېږي دغه هېواد په افغانستان کې پر یو اړخیزو اقداماتو لاس پورې کړی. یوشمېر سرچینو کابل نیوز ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، چې امریکا د پروان ولایت په کوه ساپي کې د نوي دفاعي سیستم پر جوړولو کار پیل کړی او د ماینونو د سیمې پاکولو لپاره یې له یوه افغان خصوصي شرکت سره د پنځوس ميلیونه ډالرو په ارزښت تړون هم کړی دی. د سیاسي چارو شنونکي او د ملي شورا غړي وايي، چې متحده ایالات دا کار په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره کوي، چې په دې کار سره به د افغانستان او سیمې امنیت ته د خطر پېښولو ترڅنګ افغانستان په یوه نیابتي جګړه کې را ښکیل کړي. د سیاسي چارو شنونکي د امریکا له لوري د نوي دفاعي سیستم نصبول په ختیځه اروپا کې د امریکا اقداماتو ته ورته بولي، چې د روسیې او یو شمیر نورو هېوادونو یې پر وړاندې مخالفت وښود. شنونکي وايي، چې امریکا په دې کار سره د افغانستان ملي حاکمیت نقض کړی او د دې کار پر وړاندې د افغانستان حکومت چوپتیا امریکا ته د دوی وابستګي ښيي. په افغانستان کې د امریکا له لوري د نوي دفاعي سیستم د نصبولو ترڅنګ دغه یو اړخیز اقدامات داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو د داعش او نورو ترهګرو ډلو ضد عملیاتو کې د کروز په شمول د درنو وسلو پر کارولو هم لاس پورې کړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery