دخپریدو نیټه : 2016-08-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
چارواکي: قوش تپې کې شاوخوا ۲۰۰ سرتیري له کلابندۍ وژغورل شول
احمد فیصل
چارواکي وايي، د جوزجان د قوش تپې ولسوالۍ مرکز شاوخوا کې د امنيتي ځواکونو درې ورځنۍ کلابندي ماته شوې ده. د جوزجان د ولايتي شورا غړو تېره ورځ ويلي و، چې تر ۲۰۰ ډېر امنیتي ځواکونه په ياده سيمه کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو له لوري کلابند شوي، چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي. خو د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وايي، چې ياده کلابندي د هوايي ځواک په مرسته ماته شوې ده. ده زياته کړې، په سيمه کې له دولتي سرتېرو سره په نښته کې دوو پاکستانيو جنرالانو هم ګډون کړی و او امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې دا دواړه جنرالان ژوندي ونيسي.