مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

کابلوف: افغانستان کي له ناټو سره ګډ کار ته چمتو یو

احمد فیصل
روسیه وايي، چمتو ده، چې افغانستان کې له ناټو سازمان سره د ګډ کار او پروژو پر سر غور وکړي. د افغانستان لپاره د ولادیمیرپوتین ځانګړي استازي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر ضمیر کابلوف ویلي، له ناټو یې په افغانستان کې د ګډ کار کولو وړاندیزونه ترلاسه کړي دي. کابلوف زیاتوي، ناټو وايي، افغانستان دغه سازمان او روسیې دواړو ته د اندېښنې وړ موضوع ده، چې باید په اړه یې په ګډه کار وشي. نوموړي که څه هم د ناټو پر دغو څرګندونو شک څرګند کړی، خو ټینګار یې کړی، چې روسیه په دې برخه کې له یاد سازمان سره ګډ کار کولو ته چمتو ده. هغه په ورته مهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه له ډېرو جزئیاتو ورکولو پرته ویلي، چې دې هېواد ته د څو زره ځواکونو په لېږلو ترهګري له منځه نه ځي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery