مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هافنګټن پوسټ: امریکا، د افغانستان د اساسي قانون خلاف اجراییه ریاست رامنځته کړ

احمد فیصل
د هافنګټن پوسټ په نوم یوه امریکایۍ خپرونه وايي، چې امریکا د افغانستان په شمول د یو شمېر هېوادونو په ولسمشریزو ټاکنو او سیاسي تحولاتو کې د مستقیمو لاسوهنو بیه پرې کوي. یادې خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې لیکلي، امریکا په لوی لاس د افغانستان د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزې ټاکني له درغلیو ډکې وبللې، ځکه د ټاکنو پایلې هغه ډول نه وې چې واشنګټن یی غوښتنه کوله. د دغې چاپي خپرونې په باور؛ امریکا په ۲۰۱۴ کال کې په خپله دغه هڅه کې بریالۍ شوه او د افغانستان د اساسي قانون خلاف یې د اجراییه ریاست پوست رامنځته کړ. سرچینه زیاتوي، امریکا په تېره یوه پېړۍ کې د فلادلفیا، هندوراس، ګواتیمالا، ایران، هایتي، کانګو، اندونیزیا، ویتنام او افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو او سیاسي تحولاتو کې د مستقیمو لاسوهنو بیه پرې کوي. خپرونه کاږي، د امریکا استخباراتي ادارو په عامه او ولسمشرۍ ته نوماندې هیلري کلینټن او د هغې خاوند په خاصه توګه په تېره یوه لسیزه کې د نورو هېوادونو په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه کړې او دغه هیوادونه یې په لوی لاس بې ثباتۍ ته بیولي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery