مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هلمندیان: هلمند د مرګونو پر هدیره بدل شوی

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د هلمند اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې د سختو جګړو له امله د ملکي وګړو او دولتي سرتېرو تلفات خورا لوړې کچې ته رسېدلي او دغه ولایت کابو د ځوانانو د مرګونو پر هدیره بدل شوی دی. د هلمند ځوانان او د مدني ټولنو فعالان د دې ولایت امنیتي وضعیت خورا ترینګلی بولي. دوی وايي چې په هلمند کې هره ورځ مرګونه دي، جنازې او د ځوانانو فاتحې دي، خو مشران د تظاهر لپاره سړکونه ته راوځي له هټیوالو سره عکسونه اخلي او د امنیت په غم کې نه دي. د هلمند ځوان مدني فعال فرهاد داوري وايي چې په دې ولایت کې د دولت د حاکمیت ساحه ورځ تر بلې کمېږي او د ښار امنیتي کمربندونه د ماتېدو په حال کې دي. هغه سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په داسې حال کې چې په هلمند کې د وینو ویالې بهېږي، خو مشران وايي چې خیروخیرت دی. د هغه په وینا، چارواکو يوازې د خپلو ادارو دروازې خوندي کړي، ډبرې يې درولي او خلک له وېرې غږ نه شي پورته کولی. داوري وویل:«هره ورځ دلته زموږ ځوانان وژل کېږي، هلمندي ځوانان په مېړانه د خپلي خاوري ساتنې ته چمتو دي، خو پر سر يې بادارانو چور شروع کړی دی، کمزوری مديريت او نا اهله چارواکي هلمندي ځوانان وژني.» هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې هلمند ته سر ورښکاره کړي، ځکه چې نوموړي ته د امنیت د هلمند په اړه د غلط معلومات ورکول کېږي. نوموړي ګواښ وکړ، که ولسمشر د هلمندیانو فریاد وا نه وري، خلک به پاڅون وکړي او په خپل غيرت او مېړانه به هلمند وساتي. ده وویل چې مرکزي حکومت دې د څوکيو غله او فاسد خلک وشړي او که هلته دې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا او مورال لپاره اقدام وشي. ویل کېږي چې دهلمند په پنځو ولسوالیو طالبان برلاسي دي او ۷ نورې تر جدي امنیتي ګواښ لاندې دي. په ملي شورا کې د هلمند استازي وایي، په نادعلي، خانشين او ګرمسیر ولسوالیو کې د سختو نښتو له امله ځایي خلک د سیمې پرېښودو ته اړشوي او امنیتي ځواکونه یوازې په دفاعي حالت کې دي. په مشرانو جرګه کې د هلمند استازی هاشم الکوزی وايي، چې امنیتي ځواکونو ته پر وخت مرسته نه رسېږي او تېره ورځ له همدې امله یو شمېر سرتېري له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره مخالفینو ته تسلیم شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په پنځو ولسوالیو کې د طالبانو د برلاسۍ موضوع نه مني، خو وایي د دې ولایت ستراتیژیک موقعیت ته په پام وسله وال له د ې لارې ور څېرمه ولایتونو ته د خپلو عملیاتو دغځولو پلان لري چې مخه یې نیول شوې ده. دهلمند د امنیتي وضعیت په تړاو دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې تېره اونۍ د هلمند ولایت اوپراتیفي قوماندان له رسنیو سره په مرکه کې دغه جګړه جعلي او د یو شمېر کړیو د ګټو لپاره وبلله.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery