دخپریدو نیټه : 2016-08-03 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
رازق: که چا د افغانۍ پر ځای کلداره وکاروله څارنوالۍ ته به معرفي شي
احمد فیصل
د کندهار امنيه قوماندان وايي، هغه کسان چې په خپلو سوداګریزو معاملو کې کلداره وکاروي، څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي. رازق په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان د اسلامي جمهوريت مشرتابه او د ماليې وزارت له ټولو امنيتي ځواکونو په جدي توګه غوښتنه کړې چې د هېواد په بازارونو کې په کلدارو او نورو کرنسيو راکړه ورکړه بنده ده او پر ځاى دې يې يوازې له افغانيو کار واخيستل شي. نوموړي پر خلکو غږ کړی چې په خپلو سوداګريز معاملو او راکړه ورکړه کې يوازې له افغانيو کار واخلي، که کوم څوک سرغړونه وکړي، د ماليې وزارت او افغانستان بانک له قانون سره سم به جريمه او څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي. امنيه قوماندان وايي: ((افغانستان زموږ ګډ کور دى، ملي ګټې، وياړونه او نېکمرغۍ مو شريکې دي، راځئ خپلې ګټې په ملي ګټو کې ولټوو او پر هر پړاو خپل ملي هويت وساتو.))