دخپریدو نیټه : 2016-08-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
" د ټاکنو نیټې له اعلان پرته د حکومت مشران بروکسل کنفرانس کې ګډون نشي کولی"
احمد فیصل
چارواکي وایي، د ټاکنیزو اصلاحاتو او پارلماني ټاکنو د نیټې له اعلان پرته د ملي یووالي حکومت مشران د بروکسل نړیوال کنفرانس کې ګډون نه شي کولی. اجرائیه ریاست د دې ټکي په څرګندولو سره، د ټاکنیز بهیر د اصلاحاتو په برخه کې د ځنډ پړه پر ملي شورا اچولې او ویلي یې دي، چې حکومت له خپله اړخه د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره څو ځلې اقدام کړی، خو ملي شورا یې مخه نېولې ده. د دغه ریاست ویاند، جاوید فیصل ویلي، چې د ملي یووالي حکومت مشران د ټاکنیزو اصلاحاتو او پارلماني ټاکنو د نیټې له اعلان پرته د بروکسل نړیوال کنفرانس کې ګډون نه شي کولی. د بروکسل نړېوال کنفرانس دوې میاشتې وروسته جوړیږي، چې د اجرایه ریاست په باور، ترې مخکې باید د ټاکنو نېټه اعلان او ټاکنیز اصلاحات پلي شي.