دخپریدو نیټه : 2016-08-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مهمند ایجنسۍ کې مېشتو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شو
احمد فیصل
د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت په مهمند ایجنسۍ کې مېشتو د اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو ته دوې ورځې وخت ورکړ، چې دغه سیمه پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي. پاکستانۍ رسنیو د ځايي چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې له مهمند ایجنسۍ د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه یې د امنیت خوندېتوب په موخه کړې ده. سرچینو ویلي، مهمند ایجنسۍ کې په سلګونو افغان کورنۍ مېشتې دي، چې ګڼې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت کې د مهمند ایجنسۍ سیاسي استازي نوید اکبر خان ویلي، که د اسنادو نه لرونکي افغان کډوال په دوو ورځو کې له یادې سیمې ونه وځي، پاکستاني ځواکونه به یې پر وړاندې له بلې لارې کار واخلي.