دخپریدو نیټه : 2016-08-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په پاکستانۍ چورلکه کې د پاکستان د لوی درستیز زوم هم و
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستانۍ چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د تښتول شوو کسانو په ډله کې د پاکستان د پوځ د مشر زوم هم شامل دى.
دغه چورلکه تېره ورځ له غرمې مخکې د لوګر د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې وه.
یوې باوري سرچینې سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې په چورلکه کې د روسیې هېواد کوم وګړی نه و او سپاره ټول کسان پاکستاني پوځي افسران و. سرچینې وویل: (( په دې پاکستانۍ چورلکه کې د وسله والو ځايي قوماندانانو، ملا شیرین او ملا همایون ته ۱۵۰ جوړه نظامي یونیفورم، ۳۰۰ مبایل سیټونه او ۱۴۰ زره امریکايي ډالر راوړل شوي وو.)) دغې باوري سرچینې زیاته کړه، چې په سیمه کې د وسله والو بل قوماندان انځرګل له یادو دوو نورو قوماندانو سره د وروړل شوو مهماتو پر سر جګړه کړې، چې وروسته چورلکه هم تخریب شوې ده.
د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي وکيل ویلي چې پرون سهار قومي مشرانو له طالبانو سره ناسته کړې ده او تر اوسه تښتول شوي کسان روغ رمټ دي. ده وويل چې د تښتول شوو کسانو په ډله کې د پاکستان د پوځ د مشر راحيل شريف زوم ميجر سردار هم شامل دى.
وکيل وايي چې يادې چورلکې په دې سيمه کې د تخنيکي ستونزې له امله نه، بلکې په خپله خوښه ناسته کړې وه.
خو ښاغلی وکیل بیا وايي چې په الوتکه کې سلګونه زره ډالر، کلدارې، دوه ميله وسلې، درې سټلايټ ټيلېفونه او يو جي پي اېس هم وو چې د وسله والو لاسته لوېدلي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پاکستاني چارواکو د يادو کسانو د خلاصون په موخه له طالب چارواکو سره نېغ په نېغه اړيکې نيولې دي.
دغه راز د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته وويل چې برمته شوي کسان تر اوسه روغ او جوړ دي.
ده وويل: ((د دې لپاره چې افغان حکومت د دغو کسانو د خلاصون په موخه کوم عمليات ترسره نه کړي طالبانو دغه کسان په بېلابېلو سيمو کې ساتلي دي، دوه يې له ملا شېرين سره دي، دوه يې له ملا ولي سره دي او دوه نور په بله سيمه کې ساتل کېږي.))