دخپریدو نیټه : 2016-08-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سرچینه: طالبانو د چورلکې د سپرو په بدل کې له پاکستانه د ملا برادر د راخوشې کولو غوښتنه کړې
احمد فیصل
یو شمېر سرچینې وايي، چې طالبانو په لوګر کې د ناستې شوې پاکستانۍ چورلکې د سپرو کسانو د خوشي کولو په بدل کې له پاکستانه د ملا برادر د راخوشي کولو غوښتنه کړې ده. طالبانو اعلان کړی چې د دغې پاکستانۍ هلي کوپترې شپږ سپرلۍ دوی خوندي سیمې ته انتقال کړې او دې ډلې ته نږدې سرچینې وایي، چې د دغو کسانو د خوشي کولو په بدل کې طالبانو له پاکستان سره د خپل بندي مشر ملا برادر د راخوشي کولو غوښتنه کړې ده. په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکي وایي، د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه کې د پاکستانۍ هلي کوپترې بېړنۍ ناسته له وسله والو ډلو سره د سیمې د استخباراتو له نویو اړیکو پرده پورته کوي. د ملي دفاع وزارت وایي، د دغو کسانو د خلاصون لپاره یې په سیمه کې عملیات پیل کړي او په وینا یې، دا چې دغې هلي کوپترې د کوم هدف لپاره دلته ناسته کړې، په تړاو یې څېړنې روانې دي.