دخپریدو نیټه : 2016-08-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
حامد کرزی: تر سپټمبر وروسته باید د حکومت د مشروعیت مسله روښانه شي
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ملي یووالی حکومت د ناامنیو او د خلکو د بې باورۍ د کچې د لوړېدو له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دی (لوېدیځ ډیپلوماټان)
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د روان میلادي کال د سپټمبر له میاشتې وروسته باید د ملي یووالي حکومت د مشروعیت مسله روښانه شي.
د ولسمشر غني او اجرایه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې له مخې راتلونکې میاشت د ملي یووالي حکومت د کار موده پای ته رسېږي، خو د ملی یووالي حکومت ځینو چارواکو او غربي ډیپلوماتانو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د ولسمشر او اجراییه رییس له لوري رامنځته شوی ګډ حکومت د امنیتي ستونزو او د خلکود بې باورۍ له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
نیویارک ټایمز لیکي:((د سپټمبر میاشتې پای د حکومت د مشرانو له لوري د خپلو ژمنو د پوره کولو وروستۍ موده ښودل شوې، خو په هوکړه لیک کې د غني او عبدالله له لوري د سپارل شوو ژمنو پوره کېدل ان څو میاشتې مخکې غیر عملي او نا شوني برېښېدل، له همدې امله جان کیري اعلان وکړ چې دا حکومت به د پنځو کلونو تر پایه خپل کار ته دوام ورکوي.))
د نیویارک ټایمز په باور، افغانستان اوس د هر بل وخت په پرتله په بد امنیتي وضعیت کې دی او د امریکا له پوځي حضور سره سره، طالبان د ولسوالیو نیولو ته دوام ورکوي او امن سیمې هم ګواښي.
نیویارک ټایمز وايي، ولسمشر غني اوس د اقتصادی پروګرامونو پرځای تر ډېره پر امنیتي برخې تمرکز کړی، خو په داسې یو وضعیت کې د ملي یووالی حکومت دننه ځینې څېرې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم ګوته نیسي او وایی، چې کرزی له قدرت وروسته هم خپلو فعالیتونو ته په تندۍ دوام ورکوي.
کرزي نیویارک ټایمز ته ویلي، که یو څوک د تېزې منډې وړتیا لري، نو هغه کسان چې تر شا پاتې کیږي، ګیله دې نه کوي.
هغه زیاتوي:((زه نه د حکومت د سقوط په لټه کې یم او دا هم نه غواړم چې بېرته قدرت ته راوګرځم، خو زه غواړم چې له سپټمبر میاشتې وروسته د حکومت د مشروعیت مسله باید روښانه شي. د دې کار لپاره یوازینۍ لار د لویې جرګې رابلل دي.))
د شنونکو په باور، کرزی د ملی یووالي حکومت ترڅنګ یو بل حکومت دی او د شرایطو پر اساس د اوسني حکومت بدیل کېدای شي.
نیویارک ټایمز وايي، چې کرزی اوس هم د سیمې او نړۍ له چارواکو سره اړیکې لري او د افغانستان د حاکم په څېر فعالیت کوي.
د نیویارک ټایمز په باور، د لویې جرګې راغوښتل هم ښايي قدرت ته د کرزي د بېرته ستنېدو لپاره یو ډول فشار وي.