دخپریدو نیټه : 2016-08-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ترکیه کې د ناکامې کودتا غندنې په موخه پراخ لاریون وشو
احمد فیصل
په ترکیه کې د وروستۍ ناکامې کودتا د غندلو په موخه تېره شپه بې ساري لاریون وشو. دغه لاریون په استانبول کې شوی دی. د راپورونو له مخې؛ لاریون د ولسمشر رجب طیب اردوغان په غوښتنه او بلنه شوی دی. اردوغان دوو سیاسي او د حکومت درېو نورو مخالفو ګوندونو ته بلنه ورکړې وه، چې د کودتا د غندنې په موخه دغه لاریون کې ګډون وکړي او د ګوندي بیرغونو او شعارونو لېږدولو پر ځای د ترکیې ملي بیرغ او ملي شعار له ځانه سره ولېږدوي. رسنیو دغه لاریون، چې د ګډونوالو شمېر یې تر ملیون ډېر وو، بې ساری بللی دی.