دخپریدو نیټه : 2016-08-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پاکستاني جنرالان: د کوټې پر ملکي روغتون برید، افغانستان کې پلان شوی و
احمد فیصل
پاکستان وايي، د کوټې پر ملکي روغتون برید په افغانستان کې پلان شوی و. ډان نیوز خبر ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته د پاکستان پوځي جنرالانو غونډه وکړه او د کوټې ملکي روغتون کې د شوې چاودنې په تړاو یې خپل نظرونه او تجربې شریکې کړې. سرچینه زیاتوي، غونډه کې ګڼ شمېر جنرالانو ویل، چې برید د هند استخباراتي ادارې (را) له افغان خاورې په استفادې کړی دی. دغه راز د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ویلي، چې دا پېښه د ضرب عضب عملیاتو د ناکامولو په موخه شوې ده.