مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر او اجرایه رییس له واک سره د سیاسي غنیمت په توګه چلند کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
شنونکي وایي، د اجراییه رییس وروستۍ څرګندونې ښيي چې د ملي یووالي حکومت مشران د بحران د مدیریت پرځای لا هم د قدرت پر سر اختلاف لري او له ملي مسایلو سره حزبي او کمپایني چلند کوي. د حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې پنجشنبې په ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د ځوانانو د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې پر ولسمشر اشرف غني سختې نیوکې وکړې. هغه سیاسي هوکړې ته په اشارې چې له مخې یې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو، وویل، په هوکړه لیک راغلي چې د اساسي قانون په لویه جرګه د اساسي قانون تر تعدیل وروسته به اجرايه ریاست پر صدارت بدلېږي. عبدالله د هوکړه لیک د دغه بند پر نه عملي کېدو د اندېښنې تر څنګ وویل: ((لومړی کس چې دغه نظام (د ملي یووالي حکومت) ته یې مشروعیت ور وباښه زه وم، هوکړه لیک مې امضا کړ چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی او هماغلته د نظام د مشروعیت پیل وشو، زه یې نه ردوم، ولو که ایتلافي هم وي او ولو چې له دغه ډول کړکېچونو هم نه وي راوتلی، حتماً بحثونه او لانجې وي، دغه عادي ده، خو څوک چې د بحث حوصله ونه لري، هغه د ریاست لیاقت هم نه لري هغه هم په هغې ژبه او ادبیاتو چې زه یې مطرح کوم.)) عبدالله د ولسمشر له خوا پر وروستيو ګومارنو، له وزیرانو او نورو حکومتي چارواکو سره د ولسمشر پر چلند، د ټاکنیزو اصلاحاتو او برېښنايي تذکرو د وېش پر نه عملي کېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، ټاکل شوې د شبنې ورځ (نن) له ولسمشر سره وویني او پر اختلافي موضوعاتو به ورسره اساسي خبرې اترې وکړي. خو ارګ د عبدالله دغه څرګندونې د دولتدارۍ د موازینو او اصولو خلاف بللې دي. د ارګ خبرپاڼه کاږي چې د هېواد د حساسو شرایطو په درک سره لازمه ده چې سیاسي قشر، دولتي مقامات، علمای کرام، قومي مشران او شریف هېوادوال د نظر په یووالي او د لازمې اجماع په حفظ سره خپلو ګډو کوښښونو ته ادامه ورکړي، تر څو په ټولو شته ننګونو بریالي شو. په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په پوره حوصله مندۍ د چارو په پر مخ بیولو کې په نږدې دوو کلونو کې سره له ډېرو ننګونو بیا هم د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. دغه راز خبرپاڼه کاږي، له بده مرغه د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ له موازینو او روحیې سره برابرې نه وې؛ ځکه د حکومتولۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجراات کېږي. شنونکي د عبدالله څرګندونو ته په اشارې سره وايي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د جمعیت ګوند کنګره تر سره شي او له همدې امله عبدالله عبدالله هڅه کوی چې د دغه ګوند په رهبرۍ او د تاجكانو د مشرۍ ترلاسه كولو په برخه کې خپل له لاسه تللی اعتبار اعاده کړي. د شنونکو په وینا دغه راز د بهرنیانو له لوري هم هڅه کېږي چي د حکومت د مشرانو له لوري د دې ډول څرګندولو په کولو سره د حکومت د مشروعیت د نېټې د پای ته رسېدو په تړاو د خلکو ذهنیتونه بدل کړي. شنونکي وایی، اوس چې د حکومت د سیاسي تفاهم لیک موده هم پای ته رسېدلې باید د نظام د مشروعیت لپاره بدیلې لارې ولټول شي او د حکومت دبرخلیک لپاره لویه جرګه راوبلل شي. د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ دغه تازه اختلافات داسې مهال دي، چې دهیواد ډیری ولایتونه د جدي امنیتي ستونزو له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دي او د وسله والو طالبانو فعالیتونه ورځ تر بلې خوندي سیموته غځېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery