دخپریدو نیټه : 2016-08-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کندوز خلک: نا قانونه وسله وال تر داعش او طالبانو خطرناک دي
احمد فیصل
د کندوز د ولایتی شورا غړي او عام کندوزیان وایي چې نا قانونه وسله وال د یاد ولایت لپاره تر داعش او طالبانو هم خطرناک دي.
هغوی زیاتوي چې نا قانونه وسله وال چې تر ډېره پر حکومتي چارواکو پورې تړلي دي، له سیمه ییزو دولتي ادارو باج اخلي او د قانون په مکرر نقض سره یې حکومتي ادارې تضعیف کړې او په کندوز کې یې د جګړې دوام ته لار هواره کړې ده.
د کندوز والي وایي، نا قانونه وسله والې ډلې په دغه ولایت کې شخصي زندانونه لري او هر هغه څوک چې باج ورنه کړي نو شخصي زندانونو ته یې اچوي.
کندوز ولایت له نږدې یو کال راهیسې له امنیتي پلوه له بشپړ بې ثباته حالت سره مخ دی او طالبانو له اتو میاشتو راپه دېخوا، د څلورو ولسوالیو تر څنګ، د کندوز ښار شاوخوا سیمې هم په واک کې لري.
خو د کندوز خلک او د ولایتي شورا غړي رامنځته شوی وضعیت د نا قانونه وسله والو د فعالیت زېږنده بولي او وایي، د نا قانونه او غیر انساني کړنو له امله دغه ډلې ان د طالبانو او داعش په پرتله هم د کندوز لپاره خطرناکې دي.
د کندوز د ولایتي شورا وکیلان زیاتوي چې نا قانونه وسله والو په خان اباد ولسوالۍ کې شخصي زندانونه جوړ کړي او په دغو زندانونو کې د سیمې د اوسېدونکو په اچولو سره له هغو باج اخلي.
د کندوز د خلکو په خبره چې په کندوز ولایت په ځانګړې توګه ښار کې په روانه جګړه کې تر ډېره طالبان ښکېل نه دي، بلکې سیاسي ګوندونو پورې تړلې نا قانونه وسله وال طالبان او د پارلمان د غړو له ملاتړه برخمن قوماندانان ښار د دې لپاره نا امنه ساتي تر څو دوی ته د غلاو او له خلکو د باج اخیستو فرصت برابر شي.
د کندوز والي اسدالله عمرخېل هم دا تاییدوي چې دغه وسله وال حکومت ته له داعش او طالبانو خورا خطرناکه دي.
په کندوز کې غیر مسئول وسله وال چې د طالبانو له لوري د دغه ښار د نیولو پر مهال د حکومتي چارواکو او پارلمان د وکیلانو له لوري په کابل او بغلان کې په مېلمستونونو کې ساتل کېدل، له مالي پلوه له ستونزو سره مخ شول او اوس کندوز ته له بېرته ورګرځېدو سره غواړي عام کندوزیان یې مالي اړتیاوې پوره کړي.
اوس مهال په کندوز ولایت کې پنځه زره نا قانونه وسله وال فعالیت کوي چې ډېری یې خان اباد ولسوالۍ کې مېشت وو او وړمه اونۍ په دغه ولایت کې د جګړې له پیل سره سم د کندوز ښار ته را بېځایه شوي او د ښار په واټونو کې له وسلو سره ازاد تګ راتګ کوي.