دخپریدو نیټه : 2016-08-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سږ کال د جنايي جرمونو ګراف لوړ شوی دی
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي چې سږ کال په هېواد کې د جنايي جرمونو ګراف لوړ شوی دی.
لویه څارنوالي وايي چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د نا امنیو زیاتوالي او په قضايي چارو کې د زورواکو لاسوهنه سبب شوې چې په هېواد کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شي.
لوی څارنوال فرید حمیدي پرون یوې غونډې ته وویل چې د جنايي جرمونو کچه ورځ تر بلې لوړېږي.
هغه وویل، چې د لویې څارنوالۍ اداره له جرم او جنايت سره د مبارزې ترڅنګ، د عدالت ټينګښت، قانون حاکميت او د اداري فساد پر وړاندې مبارزي ته هم لومړيتوب ورکوي، ځکه د قانون حاکميت او عدالت د فساد لومړني قربانيان دي.
حميدي زياته کړه چې موږ لومړى د څارنوالۍ دستګاه چې له جرم او جنايت سره د مبارزې لومړۍ کرښه او د افغانانو له حقونو او ازادۍ څخه د ملاتړ لپاره مبارزه ده، بايد له تورونو، شک او ګومان پاکه کړو او په دې برخه کې د لويې څارنوالۍ ټول کارکوونکي ژمن دي.
پلازمېنه کابل یو له هغو ولایتونو دی چې په وروستیو کې جنايي جرمونه پکې ډېر شوي دي.
په کابل کې د سړي تښتونې، غلا او وژنو پېښې د تېرو کلونو په پرتله زیاتې شوې دي، چې د خلکو اندېښنې راپارولې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد له پنځو ولایتونو ۳۰ تنه سوداګر تښتول شوي دي.
دغه راز دوه اونۍ مخکې د کابل ښار صرافانو او زرګرانو د یوه اعتراض په ترڅ کې له حکومته د امنیت د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
کابل ښاریان پولیس د امنیت په خوندیتوب کې پر بېغورۍ تورنوي او ان کله کله ادعا کېږي چې د سړي تښتونې او غلا په پېښو کې امنیتي مسوولین لاس لري.
لوی څارنوال په دې اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې انا امني او په قضايي ادارو کې د زوراکو نفوذ دې ته لار هواره کړې چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د جنايي جرمونو ګراف لوړ شي.