دخپریدو نیټه : 2016-08-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ملي یووالي حکومت مشرانو تر منځ اختلافاتو سوداګر اندېښمن کړي دي
احمد فیصل
د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافاتو سوداګر او پانګه وال اندېښمن کړي. د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایي، د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ ورستیو اختلافاتو پر خصوصي سکټور منفي اغیزه کړې او ډیری پانګه وال او سوداګر یې د خپلې راتلونکې په اړه بی باوره کړي دي. د دوی په باور تر داعش او طالبانو، د حکومتي مشرانو اختلافات ورته ویرونکي دي او په داسی وضعیت کې پانګه وال او سوداګر د کار دوام ته زړه نه ښه کوي. د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي، د حکومت مشران دی خپل اختلافات ژر تر ژره حل کړي، او پرې دې نږدي چې پر سوداګرو او عامو خلکو یې منفي اغېز نور هم ډېر شي.