مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ناټو د داعش ادعا رد کړه

احمد فیصل
ناټو د داعش هغه ادعا رد کړه، چې ګوندې د کابل په چاودنه کې یو امریکایی قوماندان وژل شوی دی. دا چاودنه پرون، د کابل ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د عامې روغتیا څلور لاري ته څیرمه د ملي دفاع وزارت اړونده پر یوه ملکي موټر شوې وه. د کابل امنیتي سرچینو ویلي، چې په دې چاودنه کې د ملي دفاع وزارت یو کارکونکی له یوه بل تن سره ټپي شوي دي. خو د داعش ډلې د خراسان څانګې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې دې چاودنه کې د ناټو یو امریکایی قوماندان له دوو افغان پوځي افسرانو سره وژل شوی دی. په کابل کې د ناټو د روزنې ماموریت (غوڅ ملاتړ) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د داعش دا ادعا په کلکه رد شوې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery