دخپریدو نیټه : 2016-08-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د وردګو قومي مشران: د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ وروستي اختلافات د شرم وړ دي
احمد فیصل
د وردګو قومي مشران وایې ناامنۍ یې طبیعې سرچینې، قومي جوړښتونه او کرنه د لمنځه تلو له ګواښ سره مخ کړي. قومي مشران وایې دا مهال ددې ولایت ډيرې برخې ناامنه دي، کانونه یې په غیرقانونه توګه ایستل کیږي، لسګونه قومي مشران یې ترور شوي او حکومت هم ددې ولایت ستونزو ته اساسي توجه نه ده کړې. بل پلو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل چې دغه ولایت ته تللی و وايي، د وردګو ولایت د ستونزو د حل لپاره به یوه لویه قومي شورا جوړه کړي. بلخوا ددې ولایت قومي مشران د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ وروستي اختلافات د شرم وړ بولي او پرې غږ کوي، چې نور دې خپل اساسي مسؤلیتونه وپېژني. د یادولوه چې دا مهال د وردګو ولایت له دوو ولسوالیو پرته نور ټولې ناامنه دي او د جګړو د دوام له امله ډير خلک له خپلو مینو بې ځایه شوې دي.