دخپریدو نیټه : 2016-08-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
"د ملي یووالي حکومت مشران په لاسته راوړنو او فساد دواړو کې شریک دي"
احمد فیصل
له اداري فساد سره د مبارزې بنسټونه وایي، د حکومت د جګپوړو چارواکو له خوا د فساد تایید او افشا کول ښیي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په فساد کې زیاتوالی راغلی. د روڼتیا څار بنسټ اجرایوي رییس سید اکرام افضلي وايي، هغسې چې په لاسته راوړنو کې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران ځان شریک بولي په فساد کې هم شریک دي.
له فساد سره د مبارزې بنسټونه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اجراییه رییس عبدالله وایي، د چارواکو له داسې دوسیو خبر دی، چې له نړیوالې مافیا سره قراردادونه لري. عبدالله عبدالله وایي، د فساد پر ضد په مبارزه کې د ملي یووالي حکومت ادعاوې بې اساسه دي او حکومتي مشران په ډېری غیر قانوني کارونو کې ښکېل دي.
د چارو شنونکو په وینا ډاکټر عبدالله په دغو څرګندونو سره پر ولسمشر غني په غیر مستقیمه توګه تور لګوي، چې له فساد سره د مبارزې له مسئلې سیاسی ګټه اخلي او د یوه خاص قشر د بدنامونولو هڅه کوي.