د کندهار ملي امنيت رياست وائې چي درې تنه هغه وسلوال ئې نیولي چي د هلمند په ځينو ولسواليو کي د دولت پر نظامي مرکزونو، امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو وسله وال بريدونه کول او د دې تر څنګ يې په نورو زياتو ترهګريزو بريدونو کي لاس درلود.
د ملي امنیت مسولین وائې چي یادو کسانو منلې چي په هلمند کي ئې په لویو لاروکي د ماینونو د ایښولو ترڅنګ په زیات شمیر بریدونو کي برخه اخیستې ده خوددوی په وینا چي هويت به يې د باصلاحيته محکمې تر پرېکړي وروسته په ډاګه سي