دخپریدو نیټه : 2016-10-02 مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل
دطالبانو اوحزب ترمینځ تودې نښتې سوې دي
Ahmadullah samoon
دطالبانو اوحزب ترمینځ یوځل بیادنښتوخبرورکول سوی چي په میدان وردګوولایت کې د دواړو ډلوترمینځ په دې ۳ورځوکې دا دویمه نښته ده چي رامنیځ ته کیږي .
دوې ورځې وړاندې دحقاني شبکې په نوم یوې وسله والې ډلې سره نښټه سوې چي په کې لس تنه وژل سوې اویودوسله والې ډلې مشرهم وژل سوی یادسوی و.
دیوې بلې سرچنې روهي له قوله چي د ميدان وردګ ولايت سيمه ییز چارواکي وايي، چې د نرخ او میدان ښار په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د حزب اسلامي پر مرکزونوتاوده بريدونه سوي د میدان وردګ والي ویاند عبدالرحمن منګل خبري رسنیو ته ويلي، چې نښتو ۳ ساعته دوام وکړ خو اوس پای ته رسيدلي د نوموړي په وينا، چې اوس په سيمه کې د طالبانو پر وړاندې تصفيوي عملیات پیل سوي دي.
کارپوهان اندېښنه لري چي دحزب په تسلېدوسره به دسولې پرځاي دهیوادپه ډیرو سیموکې نورې ځايي نښټې هم رامینځ ته سي چي له امله به په کې ولسي وګړوته هم مرګ ژوبله واوړي ،دوی وايي چي حزب اوطالبان به دیوبل په تکفیرسره نوره هم جګړه اوږده کړي اودسولې پرځای به دجګړو لمن کلیواوبانډوته هم وغځيږي.