دخپریدو نیټه : 2016-10-02 مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل
فراه کې پنځه کومانډو سرتېري د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې وژل سوي
Ahmadullah Samoon
د ملي دفاع وزارت وايي چې په فراه ولايت کې د ملي اردو پنځه کومانډو سرتېري د امريکايي ځواکونو په بمبار کې نه، بلکې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې وژل سوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري رسنیو ته وويل چې دا پېښه د فراه د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سيمه کې رامنځته سوې ده.
هغه زياته کړه چې په سيمه کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو يوه افسر هوايي ځواک ته ناسم کوردينات ورکړى و چې له امله پيلوټ په تېروتنې سره د وسله والو مخالفينو پر ځاى پر خپلو ځواکونو له هوا څخه راکټي بريد کړى و.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند بريد جنرال چارلېس کليو لينډ رسنیو ته وويل چې دوى په تېرو اوو ورځو کې په فراه ولايت کې هېڅ ډول عمليات نه دي ترسره کړي.
تر دې مخکې د فراه د بالابلوک ولسوال سيدمحمد رسنیو ته ويلي وو چې ياد بريد د امريکايي ځواکونو له خوا ترسره سوى دى.
فراه د والي وياند محمد ناصر مهدوي په بالابلوک کې هر ډول هوايي بريد رد کړى و.
هغه رسنیو ته وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٩ وسله وال وژل سوي او ١٥ نور ټپيان دي.
د يادونې ده، تېره اونۍ په ننګرهار ولايت کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې ١٥ ملکي وګړي ووژل سول.