مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-02   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

ننګ: فراه کې د هوايي برید په اړه څېړنې روانې دي

احمدالله سمون
د فراه والي وايي، د افغان هوايي ځواکونو په یوه هوايي حمله کې د ملي اردو د پنځو سرتېرو او د یوه پولیس د وژل کېدو د پېښې په اړه څېړنې تر راتلونکو دوو ورځو بشپړېږي. اصف ننګ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د بالابولوک ولسوالۍ د کنسک په هستوګنې سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده او ستونزمنه ده چې هوايي حملې پکې سمې همغږې سي. له دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت منلې وه چې د افغان هوايي ځواکونو د ناسم کوردینات له امله دا افغان پوځیان د هیلیکوپټرو په راکټي حملو کې وژل سوي دي. د فراه والي همداراز وویل چې په بکواه کې د افغان پوځیانو په هوايي حمله کې د پنجابي طالبانو د مشر ملا سمیع کشمیري په مشرۍ اولس بهرني طالبان وژل سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery