سهار چې ووزم ماښام را شـم، تـا ونـه ويـنـمـه
زړه مي وي ډک له سلام را شم، تا ونه ويـنمـه
زه چې په تاپسې وتلی يم، وتلی يم، وتلی يمـه
ستا په ديدن کې ناکام را شم، تا ونه ويـنـمـه
د هر چا پل چې وي معلوم د لويې لاري پر سر
زه يې پر پلـه ګام په ګام را شم، تا ونه ويـنـمـه
زه چې يم تاته انتظار خو چې بيـا ته را نـه شـې
نو دي تصوير ته مدام را شم، تـا ونـه ويـنـمـه
په هسکه غاړه شمه در خو چې تا نه کـم پـيـدا
زه عـليزی لـــکه لام را شـم، تــا ونـه ويـنـمـه