دخپریدو نیټه : 2016-10-05 مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل
اشرف غني وايي، د افغانو ښځوحقونه نهسي خرڅېدلای
Ahmadullah Samoon
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي،د افغانو ښځوحقونه چې د دې هېواد اساسي قانون یې ضمانت کړی، نهسي خرڅېدلای.
ښاغلي غني پرون سې شنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې یوې غونډې ته چې د "ځواکمنې ښځې او اباد افغانستان" تر عنوان لاندې جوړه سوې وه؛وویل چې افغانې ښځې د ډیموکراټیکو ارزښتونو او خپلو حقونو د دفاع توان لري.
غونډې ته د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ سیاست مشرې فېډریکا موګریني وویل:
"موږ د افغانو ښځو په اړه خبرې وکړې خو دا د ټولو افغانانو پر راتلونکې خبرې دې. د ښځو قوت یوازې ټولنیز عدالت او د بشري حقونو امنیت نهدی بلکه پرمختګ دی."
پهدې نړیواله غونډه کې د افغانستان د ولسمشر مېرمنې هم د افغانو ښځو د بریاوو ستاینه وکړه.