دخپریدو نیټه : 2016-10-05 مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل
د امریکا پوځ کندز ښار ته نېږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي
احمدالله سمون
د امریکا پوځ پرون سې شنبې کندز ښار ته نېږدې د خپلو ځانګړو ځواکونو د ځای پرځای کېدو خبر ورکړ.
رویټرز خبري اژانس په کابل کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ په حواله ویلي چې دا عسکر به د اړتیا په وخت کې د افغان د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي خو شمېريې نهدی څرګند سوی.
په همدې حال کې د کندز د والي ویاند محمود دانش پرون رسینو ته وویل چې د ښار زیاتې سیمې له وسلهوالو طالبانو نیول سوي دي.
وسلهوالو طالبانو د دوشنبې په ورځ د کندز ښار زیاتې برخې تر خپلې ولکې لاندې کړې.