د ملي امنیت اداره وائې چي د تخار د ولايت د خواجه غار ولسوالۍ د قروق په نوم کلي کي ئې په يو دارالعلوم باندې د عملیاتو په لړ کي د طالبانو د ماين جوړولو يو ستر مرکز چي د ماین جوړولو د تړنینګ او وسلوال تخریب کار ترې اخستل کیده کشف او په زیاته اندازه بیلابیل ماینونه ، مرمۍ او نور تخنکي سامانونه چي ترې په ماین جوړولو کي کار اخستل کیده نیولي دي
د ملي امنیت ادارې دا ندي ویلي چي ایا ددغه مدرسې څخه ئې ددغه موادو په تور کوم اشخاص هم نیولي که نه .
خو دوی اداعا کوي چي دغه مرکز د سیمي په نا ارامه کولو کي لوی رول درلودی .