دخپریدو نیټه : 2016-10-17 مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل
په زابل کې يو خبريال ووژل سو
Samoon
په زابل کې د کندهار ملي راډيو تلويزيون خبريال د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ټکانو وژل سوى دى.
دغه مطلب د زابل امنيه قومندان جنرال ميرويس نورزي، رسنیو ته په ډاګه کړ.
ده وويل چې پرون له ماښام لمانځه وروسته په شاوخوا شپږو بجو د کلات په رساله کلي د کندهار د ملي راډيو تلويزون پر خبريال يعقوب شرافت ټکان سوي، چې له امله يې نوموړى وژل سوى دى.
د هغه په وينا، په دې اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.