دخپریدو نیټه : 2016-10-24 مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل
چارواکي وایي، ارزګان ته ۳۰۰ تازه دمې سرتیري رسیدلي
سمون
امنیتي چارواکي وایي، ارزګان ته ۳۰۰ تازه دمې سرتیري رسیدلي چې د وسله والو طالبانو په وړاندې په عملیاتو کې به برخه اخلي.
د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داودشاه وفادار چې ارزګان ولایت تللی نن یې رسنیو ته وویل چې د ملي اردو دغه سرتیري په ارزګان ولایت کې د څلورمې پلې لېوا قوماندانۍ ته ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل چې د ملي اردو دغه سرتیري په کندهار ولایت کې تازه له زده کړو فارغ سوي دي.
وفادار همدارنګه رسنیو ته وویل چې د تیرې شپې په عملیاتو کې چې د ارزګان په مرکز ترینکوت کې ترسره شول نهه وسله وال وژل سوي او ۱۵نور ټپیان سوي دي.