دخپریدو نیټه : 2016-10-24 مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل
کندز چارواکي: لا هم طالبان د کندز ښار څنډو کې فعالیت کوي
احمدالله سمون
د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي ادعا کوي چې لا هم طالبان د کندز ښار په څنډو کې فعالیت کوي.
د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني نن رسنیو ته وویل چې اوس هم کندز ښار ته د طالبانو د بیا راتګ ویره شته.
طالبانو څو اوونۍ وړاندې د دوهم ځل لپاره د کندز ښار ځینې سیمې ونیولې خو وروسته د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې بیرته طالبان له ښاره په شاه سول.
خو د کندز سیمه ایز چارواکي بیا د وکیلانو ادعاووې ناسمې بولي.