مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-30   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

ترینکوټ کې د ملي اردو د یوه کنډک لسګونه سرتېري طالبانو ته تسلیم سوي

benawa afghanistan
احمدالله سمون
د مشعل په نوم دغه کنډک د ترينکوټ ښار په څنډه کې د چورې ولسوالۍ اړوند د سجاول سيمې د کلاى نو په ساحه کې موقعيت لري
اروزګان کې سرچينې وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترينکو‌ټ ښار کې د ملي اردو د يوه کنډک لسګونه سرتېري له وسله والو طالبانو سره يو ځاى شوي دي. د مشعل په نوم دغه کنډک د ترينکوټ ښار په څنډه کې د چورې ولسوالۍ اړوند د سجاول سيمې د کلاى نو په ساحه کې موقعيت لري. د چورې ولسوالۍ امنيه قوماندان اکا نن رسنیو ته وويل چې دغه کنډک له تېرو دوو مياشتو راهيسې کلابند و، خو جګړه پرې نه وه شوې. هغه زياته کړه چې وسله و الو طالبانو له تېرو څو ورځو راهيسې دوى ته قومي مشران د تسليمۍ لپاره لېږل او بالاخره تېر ماښام له وسله والو طالبانو سره يو ځاى شول. د چورې ولسوال امنيه قوماندان وايي چې دى له دې موضوع خبر و، پرون سهار يې د ولايت چارواکي په جريان کې کړي وو، خو هغوى ويل چې په اړه یې جلسه نيسي. د دغه ولايت يوې بلې باوري سرچينې هم رسنیو ته ومنله چې د ياد کنډک د يو شمېر افسرانو په ګډون ٤١ سرتېري له طالبانو سره يو ځاى شوي دي. سرچينې زياته کړې چې دوى له ځان سره درې زغره وال ټانکونه، نور پوځي موټر، سپکې او درنې وسلې هم وړې دي. بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي هم ويلي چې له جګړې پرته د خبرو اترو له لارې د اروزګان په دروشان سينع کې ۷ نمبر کنډک او یوه قرارګاه ورته تسليم شوې ده. د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له ډېرې مودې راهيسې د ياد کنډک او قرارګاه له قوماندانانو سره يې خبرې روانې وې او تېره شپه ورسره يو ځاى شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery