دهلمند چارواکي وائې چي د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې یو طالب قومندان ژوندی نیول شوی او څوارلس نور مخالفین وژل شوي دي.
د دولت وسلوالو مخالفینو ته یاد تلفات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د «قهرمیوند» عملیاتو په ترڅ کې اوښتي او د وسلوالو یوه اندازه وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي دي.
د نهرسراج ولسوالۍ په «کمپرک» سیمه کې د امنیتي ځواکونو کمین برید کې د طالب قومندان «حاجي نصرت» په شمول ۷ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او یو سراچه موټر یې ویجاړ شوی دی.
په نهرسراج ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د مخالفینو یو قومندان « ملامحمود» ژوندی نیولی