نعمته “ الله دې مل شه!!
د طالبانو حکومت و کله به مې چې کابل ته پيښه وکړه، نو نعمت الله زهیر مې لیده، هغه وخت نه ژورنالیست و او نه یې په تخلص خبر وو، نعمت مو باله، له موسکا ډکه څېره، ټوکې، خواخوږي، زغم، متقابل احترام، ملیمه پالنه، په خبرو کې توازن او مثبت فکر یې عادتونه وو. نعمت له پوهنتونه فارغ شو، په دنده شو زهیر شو او یو فعال ژورنالیست شو- په دا تېرو ۱۵ کلونو کې مې ایله یو څو ځله په ادبي او فرهنګي غوونډو کې ولید مګر د اوږد مجلس او خبرو موکه به نه وه، او دا دی نن شهید شو، له خواږه ژوند بې برخې شو، له ملګرو او کورنۍ جدا شو او په ابدي سفر له سترګو پنا شو.
نعمت له چا سره دښمني نه لرله خو د نعمت دښمنان ډېر و ځکه دلته د پوهې، علم، پرمختګ، هوساینې، خوښۍ او خوشاله ژوند دښمنان بې شمېره دي، ګورئ څنګه یې په ویاړ له ګوتو د پوهې قلم وغوځاوه، څنګه یې یوه خوشالي په ویر واړوله، څنګه یې یوه موسکا په غم بدله کړه او د ژوند د شور یوه بله ډېوه یې دخاموشۍ په څپه کې څنګه ابدي لادرکه کړه.
دنګ نعمت دا ځل د نورو په اوږو خړې جوړنګړې ته ننوت او هغه هم په چوپتیا په پټو سترګو، په تړلې زنه او په سرو ونیو کې لت پت، دا ځل د نعمت هغه لاسونه هم نه و چې تېر مازیګر یې خپلې وړې ګلالۍ ته پکې په مینه ناننځکه ونیوه، د نعمت هغه لاسونه اوس د ده څنګ ته ټوټه ټوټه پراته وو چې پرون یې خپل بچي ته په مینه توپ ونیو، ˮ واخله بچی مې خو سبک به وایې! “ نن له هغه سره یوازې یو غم مل و، یو درد ورسره ملګری و او یو ویر ورسره په څنګ کې و، نو ځکه یې غوښتل چې له کوره زر ووزي، په بیړه ووزي، یوازې ووزي او په وینو سور په ابدي سفر ووزي.
نعمته الله دې مل شه