دخپریدو نیټه : 2016-12-01 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ارګ بازار
توریالی مالیار
د ولسمشر ته مې ځان ورساوه، په یوه لویه او نسبتاً تیاره کوټه کې ګڼ کسان ورته منتظر ناست وو، شېبه وروسته ولسمشر په زینو کې را ښکته شو له ټولو سره یې ستړي مشي وکړل، نور د یوې ډلې خلک وو او زه یوازې وم، ما په ستړي مشي کې ورته وویل: زه ........ یم په تېرو ټاکنو کې مې د ورځې خپل دفتر کې کار کاوه د شپې ستاسو له ټاکنیز کپاین سره. خبرې ته مې یې چندانې پام ونه کړ ځکه مې خپله خبره په نیمه کې پرېښوده، ځینو پسخند وکړ زه هم یو څه زهیر شوم او ولسمشر پر خپله څوکۍ کښېناست.
لږ وروسته یوه کس اشاره راته وکړه چې مخکې کښېنم زه هم مخکې ورغلم او کیسه مې بیا ورته پیل کړه تر یوه ځایه یې واورېده یوه پکې را ودانګل او د ولسمشر پام بیا بل لوري ته شو، د غونډې ټولو ګډونوالو په نوبت دوې خبرې کولې یو یې د ولسمشر سخت تعریف کاوه او بل یې د خپلو فعالیتونو لیستونه تشریح کول په دې کې د خلکو وخت پوره شو او خدای پامانۍ ته چمتو شول، ولسمشر مننه وکړه او په خلکو یې کتابچې، قلمونه او نوره قرطاسیه وویشله خلک رخصت شول خو ماته یې د ماتل خبره وکړه بیا یې مننه وکړه چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال مې منډې ترړې ورسره کړې د (عادلانه نظام لار) کتاب یې هم یاد کړ او د کتاب د ټکسټ اډېټ لپاره یې له ما مننه وکړه او زیاته یې کړه چې تا او ستا ملګرو هغه مهال ډېر په اخلاص همکاري وکړه شپه او ورځ مو زما د بریا لپاره هلې ځلې کولې، هغه دوره کمپاین زما تجربوي پړاو و ځان مې بلداوه او په دابل ځل مې نو لوټه پرې وکړه.
ولسمشرپه کوټه کې څو ځله تاو را تاو شو کتابچې او قلمونه یې پر ما هم ولورول او څو ټوکه کتابونه یې ورسره ملګري کړل. دغه وخت نو ما زړه را غونډ کړ او ورته کړل مې ولسمشره! زه خپل مسلک کې د دندې لپاره معرفي شوی وم ازموینه مې ورکړه ټولې پوښتنې مې حل کړې او خوشاله وم چې ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دندې ویاړ را په برخه کېږي، دغه ویاړ نه ریاست و، نه معاونیت او نه هم مشاوریت یو عادي ماموریت و، لیکل، لوستل، رسنیز فعالیتونه او.... مګر د خدمت دغه هېلې هغه وخت اوبو یوړې چې نادر نادري سلام رحیمي ته یو بل کس معرفي کړ په دې کار سره ابۍ مړه تبه یې وشکېده.
ولسمشر یوازې دومره وویل چې نه سلام رحیمي خو ډېر ژمن سړی دی، فسادي هم نه دی همدا خبره یې وکړه او د خدای پامانۍ غېږه یې را کړه له پنډه کتابچو او کتابونو سره د ارګ له زیرزمینۍ را ووتم.
تر دروازې چې را بهر شوم یو بازار مخې ته راغی د بازار کوڅې ټولې د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازې ته ورماتې وې دغه بازار ما کله نه و لیدلی پوښتنه مې وکړه بازار د چا دی، ټولو را ته ویل سرکاري دی، د ارګ دی او دلته هر څه پیدا کېږي، بولۍ کېږي، خرڅېږي، اخیستل کیږي او تبادله کېږي، بازار کې ګڼ دوکانونه وو د هر دوکان مخې ته خلک ولاړ او بیه با یې کوله. ما هم څو شیان بیه کړل خو د اخیستو وس مې نه وو، یو ځای مې ښکلې مڼې پیدا کړې خو چې بیه مې کړې قیمت یې تر نور بازار څو چنده لوړ و مګر چې مڼې مې سره واړولې را واړولې نو پوډه او خوسا شوې وې، نور هلته ستړی شوم او بازار کې مې د وتلو لاره پیدا کړه قدم په قدم لیکلي وو (Exit) او (Exit).
چې را ووتم لاره کې مې د خوشالۍ احساس وکړ چې ځه که نور څه ونه شول ولسمشر خو مې ولید، کور ته چې را ورسېدم ګورم چې جیبونه مې کیسه بور وهلي، د بوټونو پر ځای مې پلاستیکي چپلکې پر پښو دي، د کتابونو، کتابچو او قلمونو څخه ډکه کڅوړه راسره نه نشته وارخطا مې فکر و ځغلاوه چې دا څه را وشول یو چا راته کړل د ارګ بازار کې خو به نه وې ګرځېدلی؟ ما وې همدا اوس له هغه ځایه راغلم سړي پسخند وکړ او په همدې کې را ویښ شوم کلیمه مې وویله خوب مې پوره شوی و.