د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ اړوند د دولتزو په سيمه کې نن شاوخوا نهه بجې نا معلومو وسله والو، چې پر موټر سايکل سپاره و څلور تنه ملکي وګړي، چې ټول نارينه او لويان دي په شهادت رسولي او له سيمې تښتيدلي..
د معلوماتو له مخې ياد کسان اصلي د پچير اګام ولسوالۍ اوسيدونکي، چې د جلال اباد نه چپرهار ولسوالۍ ته روان و او په ياده سيمه کې نامعلومو وسله والو په شهادت ورسول.
دغه پیښه د ننګرهار چارواکي هم تایدوي او وائې چي د پیښي په اړه ئې پلټني پیل کړي دي