د پکتیکا والي محمد لیاس وحدت وویل: ولایتي اداره ژمنه ده چې ټولې هغه دولتي ځمکې به بیرته دولتي کوي چې د زورواکو له لوري غصب شوې دي. ده د غه خبرې نن د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ له مخوروقومي مشرانو سره په لیدنه کې وکړې.
نوموړي وویل چي دولتي ځمکې د دولت دي او هیچا ته یې د غصب کولو اجازه نه ورکوو.
وحدت وویل: د شخړو د هواري په موخه یې د شخړو د هواري کمېټه جوړه کړې چې ستاسو ټولې ستونزې او غوښتنې به له نیږدې اوري او هغو ته به د حل لارې چاري لټوي.