طالب ویاند قاري یوسف نن بینوا ته وویل چي د شورابک ولسوالي ئې په ټولیزه توګه د افغان دولت څخه نیولې ده نوموړي ادا کړې چي په شورابک کي د رازق ملیشو تر مخه ددې چي د ولسوالۍ وداني او قومنداني پریږدي ټولو ته ئې اور ورته کړی وو .
ها خو بیا په کندهار کي د ولایت مقام په یو اعلامیه کي ویلي دي چي شورابک لا هم د دولت تر ولکې دلاندي ده
د سیمي خلکو بینوا ته نن پر تیلفون وویل چي طالبانو تر سختي جګړې وروسته ددغه ولسوالي د پولیسو قومنداني په داسي حال کي نیولې چي د اور لمبې پر ګرځیدلې .
دا په کندهار کي دمیانشين، غورک او ریګستان ولسوالۍ څلورمه ولسوالي ده چي د طالبانو لاس ته لویږي .
هاخوا په کابل کي د دفاع وزارت یو لوړ پوړي چارواکي بینوا ته ویلي چي د کندهار اته نوري ولسوالۍ هم تر سخت امنتي ګواښ لاندي دي خو په سیمه کي د امنیت لوړپوړي مسولین ددې بر ځای چي د طالبانو څخه سیمي وساتي په یو لړ سیاسي سیالیو بوخت او یا په دوبۍ کي چکرونه وهي